زموږ يو شين خر و چي خورا قوي حافظه يې درلوده. په تېره بيا د کور او باغ لاره خوګردسره نه ځني ورکېده. کله چي به دي له غوجلي څخه خوشي کړ، نو نېغ به باغ ته ولاړ او بيا چي به دي بار پر باندي کړ او ايله به دي کړ، نو هم به برابر کور ته راغی. د ده قوي حافظې موږ دومره زړور کړي وو، چي يوازي به مو هم خوشي کاوه.
يوه ورځ مي د کور سودا پر بار کړې او له ښار څخه د کلي پر خوا راروان وم، چي په لاره کي له يوه انډيوال سره مخامخ شوم. زموږ خبري همداسي په ولاړي ښه ډېري اوږدې شوې، يو وخت ګورم چي خر تللی دی. زما هم زړه پوړه (ډاډه) و، چي ځه نه به ورکېږي، د کور لاره ورمعلومه ده.
کله چي کور ته راغلم، نو ګورم چي خر نه دی راغلی. توري ځمکي مي ورپسي سپيني کړې، شا و خوا نژدې کلي مي ورپسي وپلټل، خو خر مي پيدا نه کړ. تر دې مهاله مي په خره ډېر لاس خلاص و. د ژرندي پېټی، د ښار سودا، د حيوانانو واښه او داسي نور اړه ومانده مي ټول په خره پوري تړلي ول. کله چي مي خر ورک شو، نو داسي مي لاس په خوله شو چي يوې خوا ته مي مخ نه ګرځېده. يوازي مي دا خواري نه وه چي خر مي ورک شو، بلکي پر خره باندي بار سودا هم ورسره ورکه شوه. نور نو ټولي لاري راباندي ودرېدې، يوازي يوه لار راپاته وه، هغه دا چي کتني والا (کوډګر) ته ورشم.
زموږ په سيمه کي يو تعويذګر، چي ملاتور نومېده، خورا مشهور و. د ملا تور برجوره کلا د انګوري باغونو په منځ کي ودانه شوې وه، چي د دروازې پر سر يې د غره د پسه يوه جوړه ښکرونه نصب شوي ول. د کلا مخ ته به هره ورځ ګڼ شمېر خلک په نوبت کي ناست ول، چي له نژدې او ليرو سيمو څخه به راغلي ول. چا به ناروغان راوستلي او د چا به بيا يو دوست، يو حيوان او يا کوم شی ورک شوی و.
خلکو ويل چي يوه ورځ د ملاتور د نيکه، چي يو ډېر بزرګ سړی و، د غره د پسه غوښو ته هوا شوې وه. بيا د ده مبارک په کرامت يو د غره پسه په خپله د ده کور ته راغی. ده حلال کړ، چي دا دی اوس يې ښکرونه دلته نصب دي.
ملاتور يې ځکه باله، چي له رنګه داسي تک تور و، لکه د ايرو کباب. ملاتور نه ملا او نه هم پرهېزګاره و، خو خلکو بيا هم ښه سړی باله. ويل دا پخې غوښي دي، څه به نه په کښي وايو. دی چي خپله هر ډول دی، خو نيکه ګان يې ښه خلک تېر شوي دي، خامخا د هغوی لاس ورباندي پروت دی. د ده په باب ډول- ډول خبري کېدې، چا به ويل چي ښاپېرۍ لري، چا به ويل چي پېری يې مسخر کړی دی او ځينو به بيا ويل چي نيکه ګان يې په خوب کي ټول حال ورته وايي. خو خپله ملاتور يوازي دا وروستۍ خبره منله او ويل به يې چي موږ په مړو کي زورور يو.
ملاتور تر شپېتو کالو اوښتی او خورا لويه کوړمه (کورنۍ) يې درلوده. ده اته ځوانان زامن درلودل، چي نه خپله ملاتور او نه زامنو يې تر دوو کمي ښځي درلودې. دوی په دغو ښځو کي يوه هم په ولور نه وه غوښتې، بلکي خلکو وربخښلي وې.
له خپل پلار څخه مي اورېدلي ول چي د ملاتور، نيکه پر يوه خره کډه راوړل او په دغه کلي کي يې ملايي ونيوله، خو اوس يې دومره ډېر جايداد درلود چي د ده کړوسيانو هم نه شوای خلاصولای.
زه سهار په خړه ورغلی وم، خو ايله غرمه نوبت راورسېد. ما هم هغه کولنګي چرګ، چي په دروږ کي مي له ځانه سره وروړی و، خليفه ته ورکړ او د ملاتور د ناستي خوني ته ورغلم. ملاتور تر ستړې مشې وروسته اشاره راته وکړه چي کښېنه! تر ما مخکي يو بل سړی، چي ساعت يې ورک شوی و، هم د ملاتور څنګ ته ناست و. ملاتور يو څو دقيقې سر پر زنګنو کښېښود، بيا يې راپورته کړ او ويې ويل: ستا ساعت ورک شوی نه، بلکي يو چا درڅخه غلا کړی دی، خو ته غم مه کوه انشاء الله چي پيدا به شي. سړي جېب ته لاس کړ، چي د شکرانې پيسې راوباسي. ګوري چي هغه ورک شوی ساعت هم له پيسو سره يو ځای له جېب څخه راووت. په دې وخت کي د ساعت خاوند د ملاتور په پښو کي ورپرېووت او ويې ويل: ستا قربان شم، بې شکه چي دخدای دوست يې، دا زما ساعت څنګه ژر پيدا شو، خامخا پېريانو راوړی دی. له دې سره سم په کوټه کي د خلکو زوږ جوړ شو او د ملاتور صفتونه پيل شول. په دې وخت کي ملاتور تر خپلو خريلو برېتو لاندي وخندل او په فاتحانه ډول يې د مجلس يوه يوه سړي ته وکتل.
هغه سړی چي رخصت شو، بيا زما نوبت راغی. ملاتور ته مي د خپل ورک شوي خره خبره ياده کړه. ملاتور سر پر زنګنو کښېښود او له ځان سره يې داسي څه ويل، چي زه نه په پوهېدم. يو څو دقيقې وروسته يې سر راپورته کړ او ويې ويل: ستا خر غلا شوی نه، بلکي ورک شوی دی، ته کور ته ولاړ شه انشاء الله پيدا به شي.
سبا ورځ په کور کي ناست يم، چي زموږ شين خر له باره سره کور ته راغی او برابر خپلي غوجلي ته ولاړ.
کله چي خره ته ورولاړ شوم، نو ګورم چي خر زما، خو بار يې د بل چا دی. ما يې لا بار نه و خلاص کړی، چي د کور دروازه وټکېده. دروازه چي مي خلاصه کړه، نو ګورم چي يو سړی په دروازه کي ولاړ او راته ويې ويل: وروره وبخښه زما خر ستاسي کره راغی.
_ هو! زموږ کره اوس يو خر راغی، خو هغه زموږ خپل خر دی، چي پرون ورک شوی و.
_وروره دا خر زما دی او نن مي په ګنج کي رانيو.
_ته هم عجيبه خبري کوې، ټول کلی شاهدان دي، چي دا خر زما دی او يو کال کېږي چي راته ولاړ دی.
سړي يوه ترخه خندا وکړه، ږيره يې په موټ کي ونيوله او راته ويې ويل: وروره زه هم په دې لويه ږيره درواغ نه وايم، دا خر زما دی او نن مي په ګنج کي رانيو. بيا مي په ښار کي سودا رانيوله او پر بار مي کړه، خر مخکي، زه ورپسې او د کور خوا ته روان وو. کله چي دلته راورسېدو، نو خر ستاسي کور ته ننوت.
تر څو پوښتنو- ګروېږنو وروسته معلومه شوه، چي دې سړي خر له غله څخه رانيولی و. اوس زه نه پوهېږم چي دا به د خره د قوي حافظې برکت و، چي د خپل کور لاره ورمعلومه وه او که به د ملاتور بزرګي وه، چي زموږ شين خر بېرته پيدا شو
written by Abdul Nafi Hematt.